ایکنا دروسیاالیوم له قوله راپور راکړ، دالازهر اسلامی مرکز دیوې اعلامیې په خپرولو سره ،د بیان د آزادۍ ددورغجن شعار په اساس د اسلامی مقدساتو په حق کې د سویډ لمسونکي اقدامات په سخته محکوم کړي او له اسلامی هیوادونو او اسلامی امته ئې وغوښتل څو د سویډ درست شیان بایکاټ کړي.
د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش هم د پنجشنبې په شپه د اسلامی ملګرتیا موسیسې له نمایندګانو سره په کتنې کې له اسلامه ویرونکي اقدامات او تاؤتریخوالی محکوم کړ او وې وئيل چې د مسلمانانو له ټولنې سره پيوستون لري.
په هغې کتبې اعلامیې کې د ملګروملتو ویندوي خپره کړه ،اشاره شوې ده چې آنتونیو ګوتریش په نیویارک کې دملګروملتو په ودانۍ کې داسلامی ملګرتیا موسیسې له غړو سره کتنه کړې ده.
دعراق په دیاله ولایت کې د مسلمانو عالمانو د ټولنې مشر ووئيل، په سویډ کې درې نفوذ لرونکي صهیونیسټي تنظیمونه د قرآن کریم د سوځولو له جنایتونو ملاتړ کوي څو له دې لارې فتنې رامینځةکړی.
د اسلامی ملګرتیا موسیسې دارالانشاء هم په ترټولو سختو عبارتونو سره په سویډ کې دعراق د سفارت په وړاندې د قرآن کریم بیا سپکاوی په کلکه محکوم کړی دی.
داپه داسې حال کې دي چې دایران په اسلامی جمهوریت کې هم پرون له جمعې لمانځه وروسته په ټول هیواد کې په اروپا په تیره بیا په سویډ کې دقرآن کریم او اسلامی سپيڅلتیاؤ د سپکاویو په خلاف ستر لاریونونه وشول او پر اسلامی امت ئې غږ کړی چې په خود کې دې شي او اجازت دې نه ورکوي څو اسلامی هویّت او عظمت ئې ترپوښټنې لاندې ورشي.